وزيراعظم عمران خان د نامتو لېګ سپېنر عبدالقادر په مړينه خواشيني وښودله

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د نامتو لېګ سپېنر عبدالقادر په مړينه خواشيني ښودلې۔ د خالي په ورځ په خپل ټويټ پېغام كښې وزيراعظم دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي۔ وزيراعظم ووئيل چې ارواښاد عبدالقادر د ډرېسنګ روم زندګي وه۔ وزيراعظم ووئيل چې په اوسني دور كښې بېټسمېن د ډي اېس آر له مخې آؤټ كولې شي٬ كه دا سهولت عبدالقادر لرلو نو ده به د شين وارن نه زيات لوبغاړي سوځولي وو۔