وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ټېليفوني تماس

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان سره د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان سره ټېليفوني تماس نيولې او د سعودي په تېل تنصيبات او آئل فيلډ د ډرون بريد ئې غندنه كړې ده كومې څخه چې مالي زيان شوې او په كار كښې خلل راپیدا شوې۔وزيراعظم په دا ډول بريدونو په منطقه كښې د امن ماحول په خرابولو د تشويش څرګندونه وكړه۔وزيراعظم سعودي اولس سره د يووالي څرګندونه او د سعودي عرب خپلواكۍ او سيمه ايزې سالميتيا لپاره ئې د پاكستان د ملاتړ پخلې وكړو