وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان سره وليدل

جده 19 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سعودي عربستان ولي عهد او د دفاع وزير شهزاده محمد بن سلمان د كشمير د تازه صورتحال نه خبر كړې۔ وزيراعظم عمران خان څوك چې د زيارت په ورځ په دوه ورځنې سركاري دوره سعودي عرب ته رسېدلې د ولي عهد سره ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې او په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع وزيراعظم د سعودي د تېلو په تنصيباتو د بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده ۔ د ملاقات په مهال خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي، د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري، خارجه سېكتر سهېل محمود او په سعودي عرب كښې د پاكستان سفير راجه علي اعجاز هم موجود وٶ