نهم رګبي نړيوال كپ جام به (نن) جاپان كښې پېل كېږي

ټوکيو 19 ستمبر (اے پي پي) نهم رګبي نړيوال كپ جام به (نن) د جمعې په ورځ جاپان كښې پېل كېږي۔ د ټورنمنټ انتظاميې له مخې د ون يونټ كاميابۍ لپاره ټولې تيارۍ بشپړې كړې شوي۔ په مېګا ون يونټ كښې به د 20 بېلا بېلو هېوادنوو لوبډلې برخه اخلي۔ په مېګا ون يونټ كښې په برخه اخستونكو كښې آئرلينډ، سکاټ لينډ، كوربه جاپان ، روس، ساموا، دفاعي چيمپئن نيوزي لېنډ، سوئيلي افريقه، اټاليه ، نميبيا، کاناډا، انګلېنډ، فرانس، ارجنټائن، امريکا، ټونګا، آسټراليا وېلز، جارجيا، فجي او د يوروګوئے لوبډلې شاملې دي۔ ټولې لوبډلې په څلور پولز كښې تقسيم كړې شوې ٬ په پول اے كښې آئرلينډ، سکاټ لينډ، جاپان، روس او ساموا شامل دي دغسې په پول بي كښې نيوزي لېنډ، سوئيلي افريقه، اټاليه، نميبيا او كاناډا٬ په پول سي كښې انګلستان٬ ، فرانس، ارجنټائن، امريکا او تونګا او په پول ډي كښې آسټراليا وېلز، جارجيا، فجي او يوروګوئے لوبډلې شاملې دي