مولانا فضل الرحمان صيب د بلاول د بیان مطلب دا دے چې ” ويخ اوسېږۍ، زمونږ په طمعه كېښنې

APP69-30 ISLAMABAD: July 30 - Special Assistant to the Prime Minister on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan briefing the media persons about the decisions taken in the Federal Cabinet meeting. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي مولانا فضل الرحمان صيب د بلاول د بیان مطلب دا دے چې ” ويخ اوسېږۍ ، زمونږ په طمعه مه كېښنې ”، بلاول غواړي چې پرلت مولانا او د ھغه د مدرسو ماشومان اووهي٬ او زه د بلټ پروف ګاډې نه كوز شم او په چوكۍ كېښنم٬ په وړومبۍ ورځ مې وئيلي وٶ “مخالفه ډله خپل مېنځ كښې سياست كوي٬ مخالفه ډله د مخالفې ډلې نه خطر لري ”۔ د شورو په ورځ خپل ټوئټ كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل مولانا صېب موروثی سیاست او مال بچ كوٶنكي ګوندونه ستاسو د قربانۍ ګډورې جوړولو سازش كوي٬ بلاول دې د هېواد دورې كولو په ځائ د كراچۍ دوره وكړي او ځائي خزله پاكولو ته دې پام لرنه وكړي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل بد مرغي دا ده چې وسائل د سندھ اولس ته نه رسيږي تر څو چې موجوده پېپلز ګوند په سندھ مسلط وي٬ د سندھ د اولس ښېګړه ممكنه نه ده ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل بلاول صېب! وزیراعظم عمران خان د کشمیریانو د سفیر په توګه ګرده نړۍ كښې د دغه مظلومانو مقدمه مخ په وړاندې بيائې٬ د جمعې په ورځ به د كشميريانو لپاره د حق غږ پورته كوي او د هند ظلم او جبر به په ډاګه كوي٬ دا وخت د قام د وېشلو نه د يو موټې كولو دے۔(ګ ل