ملګري ملتونه سعودي عربستان كښې د ترسره شوي بريد ذمه وارو تعين كولې نه شي۔ وياند

ملګري ملتونه۔ 17 ستمبر (اے پی پی) د ملګرو ملتونو وياند سټېفن ډوجارك وئيلي دي ملګري ملتونه دا تعين كولې نه شي چې د سعودي عربستان په پټروليم كمپنو د ترسره شويو ډرون بريدونو ذمه وار څوك دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده يو خبري كنفرنس كښې وكړه۔ ده ووئيل ملګري ملتونه دا اختيار نه لري چې هغه ددې پېښې ذمه وار وګړي وپېژني۔ دا خبره دې ياده وي چی د تېره اونۍ د سعودي عربستان په دوه پټروليم تنصيباتو ډرون بريد شوې وو چې ورسره د تېل پېداوار نيم څخه كم شوې دې