مخدوم شاه محمود قرېشي د ماليزيا خپل همڅنګ سېف الدين عبدالله سره ټېلي فوني تماس

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د ماليزيا خپل همڅنګ سېف الدين عبدالله سره ټېلي فوني تماس نيولې او ھغه ئې په مقبوضه جمو و کشمير كښې د جاري بشړي حقونو د سنګينو خلاف ورزيو په اړه خبر كړې دې ۔ دواړو خارجه وزيرانو منطقه كښې امن لپاره روابط او د شريكو هلو ځلو روانو ستالو لپاره اتفاق كړې۔ په دې موقع خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل په مقبوضه سيمه كښې د تېرو څلورو اوونيو راهسې كرفيو څخه ژوند په بشپړه توګه مفلوج شوې او هندي ځواكونه په سيمه كښې په ماشومانو ٬ ضعيفانو او مېرمنو ظلم او بربريت كوي۔ ده ووئيل د هند يو اړخيزه اقدام سره د منطقې امن سختو خطرو سره مخ دې٬ د او آئي سي نه واخله تر اروپائي ائتلاف ګرده نړۍ په مقبوضه كشمير كښې د بشړي حقونو سنګينو خلاف ورزيو په ضد احتجاج كوي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د نړيوالې ميډيا او د بشري حقونو تنظيمونو لخوا پټ پناه راپورونه يوه نوې انساني الميه رامخې ته كېدل په ګوته كوي٬ د مقبوضه جمو و کشمير د لكهونو په شمېر مسلمانان د هندي جبر او ظلم نه خلاصي لپاره نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه اسلامي نړۍ پلو سترګې نيولې ۔ د ماليزيا خارجه وزير د بشري حقونو په خلاف ورزيو د تشويش څرګندونې سره د خپلې مرسته باور وركړو او د كشميريانو د حقونو تحفظ لپاره ئې د ماليزياعزم