كے اېل اېم اوپن ګالف ټورنامنټ نن پېل كېږي

اېمسټرډېم 11ستمبر (اے پي پي) كے اېل اېم اوپن ګالف ټورمامنټ نن د ستمبر په 12مه نېټه هالېنډ كښې پېل كېږي۔ په دې ټورنامنټ كښې به د ټولې نړۍ څخه د ګالف نامتو لوبغاړي ګډون كوي۔ په ټورنامنټ كښې به چينائي لوبغاړې وو اشن د ټائټل دفاع كوي۔ ټورنامنټ لپاره د يو كروړ 80 لكه يورو انعامي رقم كېښودل شوے۔ د دې څلور ورځني ايونټ فائنل مېچونه به د ستمبر په 15مه نېټه كېږي