كاروباري ورورولۍ لپاره آسانۍ پیدا كولو ته حكومت پام لرنه كوي

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي كاروباري ورورولۍ لپاره آسانۍ پیدا كولو ته حكومت پام لرنه كوي٬د اقتصادي زونز بشپړیدو څخه كاروباري ورورورلۍ ته به آسانۍ وركولې شي٬د معاشي هلو ځلو تندولو له امله به معيشت مضبوط شي٬ځوانانو ته به د روزګار موقعې هم په لاس ورشي ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې جوړېدونكو خاص اقتصادي زونز كښې په تراوسه رامخې ته شوې پېشرفت د اعلٰی كچ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار٬د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان٬د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان٬خاص مرستيال يوسف بېګ مرزا٬د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن زبير ګېلاني٬د پنجاب د صنعت صوبائي وزير ميا محمد اسلم او نور سينئر افسرانو ګډون كولو۔وزيراعظم عمران خان ته د پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د جوړیدونكو بېلو اقتصادي زونز په اړه تراوسه پېشرفت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړی شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول په علامه اقبال انډسټريل سټي فيصل آباد صوبه كار به سږ كال دسمبر كښې بشپړ كړې شي او قائداعظم اپيرل پارك او بهاولپور انډسټريل اسټېټ تر مارچ 2020 به بشپړ كړی شي۔وزيراعظم ته ووئيل شول رشاك٬اقتصادي زون بشپړیدو كار به تر راتلونكې كال بشپړ كړی شي۔وزيراعظم ته ووئيل شول د پنجاب پھ بېلا بېلو ځايونو نوې بزنس زونز جوړولو له امله به په لاكونو ځوانانو ته د نوكرو موقعې ترلاسه شي۔په غونډه كښې د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار ودې لپاره د كاټېج بزنس اينډ ريزيډنټ پارك جوړولو تجويز هم وزيراعظم ته وړاندې كړی شو۔وزيراعظم ته ووئيل شو د دې پروژې په وړومبې پراؤ كښې به د پنجاب صوبې لسو سيمو كښې د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروبار ودې لپاره كاټېج بزنس پارك جوړولې شي او د دې دائره به تر نورو سيمو زياتولې شي۔وزيراعظم ته ووئيل شول كاټېج بزنس اينډ ريزيډنټ پارك جوړولو څخه به بېلو ښارونو خاص صنعتونو ته وده ترلاسه شي او هلته به مېرمنو ته د خپل چت لاندې د كاروبار موقعې ترلاسه شي۔وزيراعظم ته پنجاب كښې د بېلو څانګو لپاره خاص زونز هېلت سټي په جوړولو هم تفصيلي بريفنګ وركړی شو۔وزيراعظم د تجارت صلاحكار ته هدايت وكړو چې په روغتونونو كښې استعمال شوې درآمد شوې آلات او پھ مشينرۍ ډيوټي او ټېكس ختمولو په اړه تفصيلي راپور وړاندې كړئ۔وزيراعظم اړوندو وفاقي او صوبائي محكمو ته هدايت