غلام نبي آزاد ته د مقبوضه کشمير د کرفيو لګولو سيمو د تږ اجازه٬ د هندي سپريم كورټ پرېكړه خوشبينه ده٬ پرېكړې څخه د پاكستان د دريځ توثيق كېږي

APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلې دي د مخالفې ډلې مشر غلام نبي آزاد ته د مقبوضه کشمير د کرفيو سيمو ته د تږ اجازه وركولو په حقله د هندي سپريم كورټ پرېكړه خوشبينه ده٬ پرېكړې څخه د پاكستان د دريځ توثيق كېږي ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ خارجه وزارت كښې خارجه چارو لپاره د مشاورتي كونسل نهمې غونډې مشرۍ په مهال وكړې۔ په غونډه كښې خارجه سېكتر سهېل محمود، پخواني خراجه سېكتران ٬،سفيران، د نړيوالو اړيكو پوهانو پشمول د خارجه وزارت سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ خارجه وزير ګډون كوٶنكي د خپلې اوسنۍ جينوا دورې او د دې په مهال د ترسره شوې لوړې كچې د روابطو د تفصيلاتو نه خبر كړه۔ خارجه وزير ووئيل د مقبوضه جمو و کشمير په اړه جاري شريك بيان كښې د 58 هېوادونو واضح ملاتړ رامخې ته كېدل پاكستان لپاره او په خاص توګه بې ګناه كشميريانو لپاره د اهميت وړ خبره ده٬ د مقبوضه جمو و کشمير د لكهونو په شمېر بې ګناه خلق د تېرو 44 ورځو راهسې سختې كرفيو سره مخ دي۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې مشر غلام نبي آزاد ته د مقبوضه کشمير د کرفيو سيمو ته د تللو اجازه وركول د هندي سپريم كورټ پرېكړه خوشبينه ده٬ پرېكړې څخه د پاكستان د دريځ توثيق كېږي۔ په غونډه كښې د ستمبر په پائې كښې كېدونكې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د مقبوضه جمو و کشمير صورتحال په نړيواله كچه په موثره ډول د رامخې ته كولو په اړه هم خاص مشاورت اوشو او د دې نه علاوه د مقبوضه جمو و کشمير بې ګناه كشميريان د هند ظلم او جبر نه خلاصي لپاره نړيوالې ورورولۍ سره سفارتي