سيد نويد قمر د خورشيد شاه په نيولو د تشويش څرګندونه وكړه

اسلام آباد 19 ستمبر (اے پی پی)د پاكستان پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي سيد نويد قمر د خورشيد شاه پھ نيولو د تشويش څرګندونې سره وئېلي دي د دې ايوان د ټولو غړو د استحقاق تحفظ د سپيكر ذمه واري ده۔د اپوزېشن د ټول قيادت نيولو سره د هېواد مسئلې نه شي حل كېدې۔د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل په برتانيه كښې يو باچا ؤ او پاتې اولسي نمائندګان وو٬اولسي نمائندكانو ته اختيار نه وو ترلاسه خو د دغې صورتحال ترمخه هلته د غړو استحقاق منلې شوې۔ده ووئيل د ايوان د سپيكر دا ذمه واري ده چې د غړو د استحقاق تحفظ وكړي۔ده ووئيل حكمرانانو له پكار دي چې د هېواد د مسئلو حل ولټوي۔سيد خورشيد شاه د 31 كلونو راهسې د دې ايوان غړے دے د هغه د حقونو د تحفظ د سپيكر ذمه وار دې۔ ده ووئېل د ټولو نيولې شيو غړو پروډكشن آرډر دې جاري كړی شي