رابرټ موګابے به راتلونكې اوونۍ پخپل آبائي كلي كښې خارو ته سپارلې شي۔ ليو موګابے

هرارے 12 ستمبر (اے پي پي) د زمبابوے پخوانې اولس مشر رابرټ موګابے به راتلونكې اوونۍ خپل آبائي كلي كوټاما كښې خارو ته سپارلې شي۔ د زمبابوے انقلابي لارښود او د پخواني اولس مشر موګابے كورنۍ وياند ليو موګابے وئيلي دي مړې به د اتوار په ورځ خپل آبائي كلي كوټاما ته اوړلې شي او د ګل يا نهې په ورځ به ښخولې شي۔ ده ووئيل موګابي به د آزادي خوښو اتلانو او د قامي يادګار نېشنل هيروز اېكر كښې نه ښخېږي كومه چې د كورنۍ متفقه پرېكړه ده