د پي آئي اے وياند د مېډيا په ځينې چېنلو په الوتكه كښې د اور لګېدو پېښه رد كړه

لاهور 15ستمبر (اے پي پي) د پي آئي اے وياند د مېډيا په ځينې چېنلو په الوتكه كښې د اور لګېدو پېښه رد كړې۔ وياند د داسې كومې پېښې ترديد كولو سره وئيلي دي چې داسې كومه پېښه نه ده رامېنځ ته شوې۔ وياند ووئيل چې اور لګېدل او په فائر وارننګ سسټم كښې نقص پېدا كېدل دوه بېلا بېلې خبرې دي۔ د الله كريم شكر دے چې داسې كومه پېښه نه ده رامېنځ ته شوې۔ د مېډيا ملګرو ته خواست دے چې د داسې معلوماتو تصديق دې ضرور وكړې شي۔ وياند وئيلي دي چې ياد شوې فلائټ پي كے 759 روان كړې شوې۔