د پاکستان او ترکيې اړيكې عمر له مثالي پاتې دي

APP36-11 GENEVA: September 11 - Federal Minister for Foreign Affairs, Makhdoom Shah Mahmood Qureshi interacted with International and Pak media based in Geneva and sensitized them on humanitarian crisis and tragedy in the making in Indian Occupied Jammu & Kashmir (IOJK). APP

جنيوا 11 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان او ترکيې اړيكې عمر له مثالي پاتې دي٬ دواړو هېوادونو تل د يو بل ملګرتيا كړې٬ مونږ د تركيې اولس مشر رجب طيب اردګان د پاكستان دورې ته سترګې په لار يو۔ د شورو په ورځ جنيوا كښې د تركيه ٬ پاكستان او نړيوالې ميډيا سره كښې خپلو خبرو كښې خارجه وزير د مقبوضه کشمير صورتحال په اړه ووئيل كله چې د يوې شخړيزې سيمي ابادياتي تناسب په جبر بدلولې شي نو اكثريت په زبردستۍ اقليت كولې شي ٬ مونږ دا صورتحال نسل كشي ګڼو۔ ده ووئيل د 50 نه زياتو هېوادونو د شريكې اعلاميې مرسته كړې چې تفصيل به ئې ډېر زر زمونږ سفارت جاري كړي۔ د پاكستان تركيې اړيكو په اړه خارجه وزير ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې عمر له مثالي پاتې دي٬ دواړو هېوادونو تل د يو بل ملګرتيا كړې چې څرګندونه ئې مونږ د پرون د او آئي سي غونده كښې هم وليدله او تركيه سفير د ګډې په اعلاميه خبرو كښې د ټولو نه وړاندې ٶ۔ ده ووئېل مونږ ډېر زر د تركيه اولس مشر رجب طيب اردګان د پاكستان دورې ته سترګې په لار يو چې پكښې به مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دوه اړخيزه جامع اقتصادي مرسته خبرې كوٶ۔ د افغانستان په اړه ده ووئيل مونږ د افغان امن عمل ملاتړ كوٶ او مونږ په دې كښې د روغې جوړې كردار لوبولې٬ زمونږ پېغام دا دے چې شدت خوښي دې ختمه كړې شي او امن ته دې موقع وركړې شي۔ ده ووئيل هند د 9/11 نه پس ډېر په چالاكۍ د كشمير د خپلواكۍ هلې ځلې د ترهګرۍ سره د تړلو هڅه كړې خو حق دا دے چې ھغوي د خپل حق لپاره جنګېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل مونږ په زياتېدونكې اسلامو فوبيا تشويش لرو او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونده كښې پاكستان تركيه او ماليزيا په دې موضوع د يوې مباحثې اهتمام كوي۔ خارجه وزير ووئيل په مقبوضه جمو و کشمير كښې صورتحال ډېر اندېښمن دے٬ ضرورت د دې خبرې دې چې هلته په سمدستي توګه كرفيو ختمه كړې شي٬ مقبوضه سيمه كښې ځوانان او انجونه په زور تښتولې كېږي او د ھغوي بې حرمتي كېږي ۔ ده ووئېل سيمه كښې خوراك او طبي آسانۍ نشته٬ مور پلار ماشومان د ېرې نه سكولونو ته نه لېږي ځكه چې د مواصلات ذريعې بندې دي ۔ ده ووئېل مونږ هېڅ نوې مطالبه نه ده كړې٬ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمشنر په راپور كښې د وړاندې نه د صورتحال بې پرې جاج اخستو لپاره د كمېشن آف انكوائري جوړولو وئېلې دي چا چې په غېر جانبدارۍ د مقبوضه کشمير د صورتحال څارنه كولو سره خپل سفارشات مرتب