د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د سعودي عرب او امارات خارجه وزيرانو وليدل

پینډۍ05 ستمبر (اے پی پی)د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د سعودي عرب او يو اے اي خارجه وزيرانو ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې او منطقه كښې په امنيتي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات پھ مهال د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه دواړو هېوادونو سره په خاص اسټرټېجك اړيكو د وياړ څرګندونه وكړه۔دواړو خارجه وزيرانو په منطقه كښې د امن او استحكام لپاره د پاكستان كردار وستائېلو وكړه۔سعودي عرب او يو اے اي پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي اقداماتو په ضد د مرستې هم باور وركړو