د پاكستان تحريك انصاف حكومت آزادۍ سره د رائې څرګندونې په بنيادي ٬ آئيني او جمهوري حق بشپړه باور لري۔ ميډيا ټرېبونلز به نه يوازې په نوې كېسونو پرېكړه كوي بلكې پېمرا او نورو عدالتونو كښې اورېدونكې مقدمې به هم دې ټرېبونلز ته منتقل كولې شي۔ ټرېبونلز به د نوې او ځنډولې شويو مقدمو پرېكړه 90 ورځو كښې كوي۔ اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

اسلام آباد ۔ 18 ستمبر (اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د پاكستان تحريك انصاف حكومت آزادۍ سره د رائې څرګندونې په بنيادي ٬ آئيني او جمهوري حق بشپړه باور لري۔ میډیا د رياست څلورمه ستن ده ددې د لا آزادۍ او د دې غږ لا قوي كولو عزم لرو۔ ميډيا ټرېبونلز به نه يوازې په نوې كېسونو پرېكړه كوي بلكې پېمرا او نورو عدالتونو كښې اورېدونكې مقدمې به هم دې ټرېبونلز ته منتقل كولې شي۔ ټرېبونلز به د نوې او ځنډولې شويو مقدمو پرېكړه 90 ورځو كښې كوي۔ د شورؤ په ورځ خپل ټويټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د پېمرا په احتسابی عمل به ټكونه كولې شول چې حكومت دا كنټرول كوي۔ اوس خصوصي میډیا ټرېبونلز جوړولې شي دغسې چې د مقدمو پرېكړه ډېره زر ممكن كړې شي۔ دا ټربیونلز به د اعلی عدليې په نګرانۍ كښې كار كوي۔ خصوصی ټرېبونلز میډیا به د وركرانو د مسئلو حل او دوئي ته فوري انصاف وركولو كښې هم سنګ ميل ثابت شي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل دا ټول عمل به نړۍ كښې د مروجه قانون او اعلی جمهوري اقدارو حقيقي عكاسي كوي۔ دې زياته كړه چې د ميډيا ذمه واره كردار د دې اصل قوت دې