د پارليمان د كشمير كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام قامي پارليماني كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د پارليمان د كشمير كمېټۍ چيئرمېن سيد فخر امام وئېلي دي د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د كشمير مسئلې په اړه چې كوم اقدام پورته كړې هغه كشمير كمېټۍ له پورته كول پكار وو۔د سېنېټ چيئرمېن ته پیرزوئنې وړندې كوو۔دا خبره سيد فخر امام د كشمير په اړه قامي پارليماني كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وكړه۔سيد فخر امام ووئيل نن په كنفرنس كښې د ګرد هېواد استازي موجود دي كوم چې دا عكاسي كوي جې مونږ ټول د كشمير په مسئله يو موټې يو۔ده ووئيل په بې ګناه كشميريانو د كېدونكي ظلم په نړۍ كښې مثال نه موندلې كېږي خو هغوي دوي د آزادۍ نه محرومه كولې نشي۔ده ووئيل د هندي وزيراعظم مودي يو دريځ دے چې هغه د دې منطقې امن تباه كول غواړي۔هغه د دې منطقې اجاره دارۍ ترلاسه كولو لپاره هره ناكامه او ناپاكه حربه كاروي۔د كشمير كمېټۍ چيئرمېن ووئيل كشمير د پاكستان څخه كله هم جدا كېدې نه شي۔پاكستان او كشمير لازم او ملزوم دي۔ده ووئيل د مقبوضه كشمير په اړه زمونږ دريځ تسليم كولو نه پس ملګرو ملتونو قراردادونه منظوري كړي د كومو چې بنيادي وجه دا وه چې زمونږ دريځ درست او جائز ؤ۔ده ووئيل عمران خان يو ديانتدار انسان دے٬مونږ له هغه سره اودرېدل پكار دي٬مونږ په يو والي د پاكستان ګټھ ترلاسه كولې شو۔ده ووئيل د يو كس له امله چين پرمختګ كړې٬مونږ د چين مننه كوو د چا په سوب چې د ملګروملتونو په سېكورټي كونسل كښې مسئلې ته دومره اهميت وركړی شوې ۔ده ووئيل پاكستان په نړۍ كښې يو مهم مقام لري ځكه چين د پاكستان د دريځ ملاتړ كوي۔ده ووئيل چين د ايران سره 400 اربه ډالره تجارتې لوظ نامه كړې او دغې سره به د منطقې سباؤن ډېر زر بدل شي۔ده ووئيل په لسو كشميريانو يو هندي پوځي اودرولې شوې خو بيا هم د كشميريانو غږ نشي غلې كولې