د وفاقي وزير حماد اظهر په مشرۍ كښې غونډه د اېف اے ټي اېف د اېكشن پلان په اړه د پاكستان د اقداماتو او پېشرفت نه خبر كړې شوه

اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) پاكستان د مني لانډرنګ ٬ ترهګرۍ لپاره د مالياتي وسائلو مخنيوي او د مالياتي جرائمو خاتمې لپاره د اقدماتو روانو ساتلو د عزم پخلې كړے دے۔ پاکستان د دې عزم پخلې اسياء او د بحرالكاهل منطقې لپاره د فنانشل اېكشن ټاسك فورس د مشتركه ګروپ غونډه كښې كړې كومه جې د تهائي لېنډ په پايه تخت بنكاك كښې وشوه۔ د اقتصادي چارو وفاقي وزير حماد اظهر په غونډه كښې د پاكستان د پلاوي مشري كوي۔ پاکستاني پلاوي اسياء او د بحرالكاهل منطقې لپاره د فنانشل اېكشن ټاسك فورس د مشتركه ګروپ د اېف اے ټي اېف د اېكشن پلان په اړه د پاكستان د اقداماتو او پېشرفت نه خبر كړو او په دې لړ كښې ئې اضافي معلومات او وضاحتونه هم وړاندې كرل۔ وفاقي وزيرحماد اظهر پاكستان د مني لانډرنګ ٬ ترهګرۍ لپاره د مالياتي وسائلو مخنيوي او د مالياتي جرائمو خاتمې په اړه نړيوال معيار نافذ كولو په لړ كښې د پاكستان د مضبوط درېځ لپاره د عزم پخلې وكړو او وئې وئيل پاكستان د مني لانډرنګ ٬ ترهګرۍ لپاره د مالياتي وسائلو مخنيوي او د مالياتي جرائمو خاتمې لپاره نړيوالې ورورولۍ سره به په ګډه كار روان ساتي۔ د اېف اے ټي اېف طريقه كار له مخې اسياء او د بحرالكاهل منطقې لپاره د فنانشل اېكشن ټاسك فورس د مشتركه ګروپ راپور به د 13م نه تر 18م اكتوبر پېرس كښې د اېف اے ټي اېف پلېنري او ګروپ