د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې نن د جمعې په ورځ مظفر آباد كښې د مقبوضه كشمير د تش لاسې اولس غږ ګردې نړۍ ته رسوؤ۔ اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

اسلام آباد ۔ 12 ستمبر (اے پی پی) اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي ”راځۍ چې ټول ځو مظفر آباد ته ٬ جوړ شؤ د كشميريانو غږ” د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به نن د جمعې په ورځ مظفر آباد كښې د هندي ظلمونو په ضد د مقبوضه كشمير د تش لاسې اولس غږ ګردې نړۍ ته رسوؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ خپل يو ټويټ كښې وكړه۔ دې ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به نن مظفر آباد كښې د مقبوضه كشمير د تش لاسې اولس غږ ګردې نړۍ ته رسوؤ۔ دې ووئيل دا وخت د اتحاد او يو والي دي۔ ټولې نړۍ ته دا پېغام وركول دي چې ټول پاكستان كشمير لپاره يو دې۔ خصوصي مرستيالې ووئيل راځۍ چې په مظلوم اولس د روان ظلم او زياتي په ضد د وزيراعظم غږ سره خپل غږ پورته كړو او كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه وكړو