د وزیراعظم عمران خان د آزاد کشمیر د زلزله ځپليو سيمو دورې په مهال خبرې

APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

میر پور 30 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې حکومت آزاد کشمیر كښې د ځپليو بحالۍ له پیکج جوړوي او په دې لړ كښې به په وخت او سمدستي اقدامات کولې شي۔وزیر اعظم عمران خان د ګل په ورځ د آزاد کشمیر زلزله ځپلې سيمې میر پور دورہ وكړه او د مرستې هلو ځلو جاج ئې واخستو۔ دې د ځپليو سيمو ریسکو، ریلیف او بحالۍ اقداماتو څخه خبر كړې شو۔ وزیر اعظم ته د این ډی ایم اے د اړخه زلزله ځپليو سيمو كښې د ریسکیو، ریلیف او بحالۍ په اړه د پورته كړې شوي اقدامات په اړه بریفنګ وركړے شو۔ د دې نه پس وزیراعظم ډویژنل هیډکوارټر ټیچنګ روغتون میر پور كښې د بستر ځپليو تپوس پوښتنه وكړه۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې وزیراعظم ووئيل زه ملګرو ملتونو كښې وم ما ته د زلزلې په اړه ووئيل شول په دې زه ډير دړډيدلې يم۔ ما په سمدستي توګه د دې ځائې دوره كول غوښتل خو د امريكې څخه په راستنيدو كښې تاخير شوې۔ ده ووئيل د زلزلې په نتيجه كښې په شوي مالي او ځاني زيان د آزاد کشمیر او میرپور وګړو سره همدردی كوو۔ زه د هغوي دړډ محسوسوم۔ حکومت د ځپليو بحالۍ له يو پیکیج جوړوي او په دې لړ كښې به هر ممکن او سمسدستي اقدامات كولې شي۔ په دې مهال د آزاد كشمير وزیراعظم راجه فاروق حیدر، خارجه وزير شاہ محمود قریشی، د کشمیر چارو وفاقی وزیر علی امین ګنډاپور، د این ډی اېم اے چیئرمېن لیفټېننټ جنرال محمد افضل، د پاکستان تحریك انصاف آزاد کشمیر صدر بیرسټر سلطان محمد چوهدری، د تحریك انصاف چیف آرګنائزر سېف اللہ نیازی هم ده سره وو۔ په دې موقع د آزاد جمو و كشمير چيف سېكتر وزیراعظم عمران خان ته زلزلې څخه د شوي زيان په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو