د وزيرِاعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كاروباري طبقې آسانيو او د خواري كښو ډ حقونو تحفظ په لړ كښې غونډه

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) پنجاب كښې د صنعتونو معائنو په اړه رامخې ته ستونزې لرې كولو لپاره د انسپكټر نه مبرا نظام او د ضروري عواملو په اړه د انسپكشن عمل تهرډ پارټۍ څخه د كولو اصولي اتفاق شوې دې۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د كاروباري طبقې په خاص توګه د كوچنۍ او مېنځنۍ طبقې صنعتكارو لپاره آسانۍ پېدا كولو او د خواري كښو د حقونو تحفظ په لړ كښې غونډه شوې۔ په غونډه كښې د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، د پنجاب وزيرِاعليٰ سردار عثمان بزدار، د اطلاعات او خپرونو خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن زبېر ګېلاني، د صنعت صوبائي وزير ميا محمد اسلم اقبال، د لېبر وزير انصر مجيد خان او اړوند وفاقي او صوبائي څانګو چارواكو ګډون وكړو۔ وزيرِاعظم ته پنجاب كښې د صنعتونو او دې ته د پېښو مسئلو په خاص توګه د بېلا بېلو محكمو لخوا د معائنې په لړ كښې د رامخې ته شويو ستونزو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ په صنعتونو كښې د كار كوٶنكو وركرانو او خواري كښو حقونو تحفظ لپاره اوسنې تګلاره او خواري كښو او د دوي كورنيو ته د صحت ٬ تعليم او نورو آسانيو لا ښه كولو لپاره د اقداماتو په اړه تفصيلي بريفنګ هم وركړې شو۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول چې د برېښنا د بېلا بېلو كمپنو د ډېټا له مخې پنجاب كښې نزدې 2 لكه 26 زره 600 صنعتي يونټس دي چې پكښې 55 زره 435 كنكشن منقطع شوې دي خو لېبر ډيپارټمنټ پنجاب سره 22475 يونټس رجسټرډ دي دغسې سوشل سكيورټي څانګې سره د 77448 يونټس رېكارډ موجود دې٬ په اي او بي آئي كښې نزدې 63 زره 500 يونټس رجسټرډ دي دغسې خېبرپښتونخوا كښې دپېسكو رېكارډ له مخې لېبر ډيپارټمنټ سره 24 زره 415 يونټس رجسټرډ دي۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول چې د صنعتي يونټس اړوند څانګو سره د رجسټرېشن نشتوالي په سوب يو خوا د وركرانو او خواري كښو حقونه متاثر كېږي نو بلخوا د بېلا بېلو سركاري څانګو لخوا د معائنې په اړه د دوي د تنګولو ګيلې هم موصول كېږي چې ورسره د صنعت د پرمختګ عمل ځپلې كېږي۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيرِاعظم ووئيل د لېبر او خواري كښو د حقونو تحفظ لپاره د صنعتي يونټس اندراج او د درج شويو يونټس لپاره آسانۍ پېدا كول ضروري دي دغسې چې د صنعتي عمل كوم تعطل سره مخ نه شي۔ پنجاب كښې د صنعتونو معائنو په اړه رامخې ته ستونزې لرې كولو لپاره د انسپكټر نه مبرا نظام او د ضروري عواملو په اړه د انسپكشن عمل تهرډ پارټۍ څخه د كولو اصولي اتفاق شوې۔ وزيرِاعظم د لېبر او صنعت وزيرانو ته په دې لړ كښې د لائحه عمل جوړولو امر وكړو۔ وزيرِاعظم په دې خبره زور رواړو د هېواد د معيشت پرمختګ لپاره ضروري