د وزيرِاعظم عمران خان په مشرۍ كښې د حكومت د معاشي ډلې غونډه

APP65-06 ISLAMABAD: September 06 - Prime Minister Imran Khan chairs a meeting regarding SMEs and Construction Sector at PM Office. APP

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) وزيرِاعظم عمران خان په تعميراتي څانګه كې د متعين ټېکس نفاذ او دې ته د صنعت درجه وركولو په تجويز اتفاق كولو سره اړوند څانګو ته امر كړې چې په دې تجويز غور او په دې اړه دې راپور وړاندې كړې شي ، د كوچنو او مېنځنۍ صنعتونو پرمختګ په اړه د وفاقي او صوبائي څانګو ترمېنځه رابطو ښه كولو او په دې لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولو لپاره دې سميډا لا فعاله كړې شي ۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د حكومت د معاشي ډلې د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې چې پكښې د كوچنو او مېنځنۍ درجې صنعتونو پرمختګ لپاره د پورته كړې شوې اقداماتو ٬ د تعميراتي څانګې وده ٬ د غربت خاتمې لپاره د اوسني حكومت د مهمې منصوبې “احساس پروګرام” د پېشرفت او د معيشت پرمختګ لپاره د بېلا بېلو وزارتونو لخوا د پورته كړې شوې ګامونو هم جاج واخستې شو۔ د غونډې په پېل كښې په تېره غونډه كښې په شويو پرېكړو د عملدرامد راپور وزيراعظم ته وړاندې كړې شو۔ د مركزي بانك ګورنر لخوا كوچنو او د مېنځنۍ درجې صنعتونو (اېس اېم ايز) پرمختګ لپاره د بانك لخوا په پورته كړې شويو ګامونو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ د مركزي بانك ګورنر ووئيل د كوچنو او د مېنځنۍ درجې صنعتونو دوه ٬ كركيله او د تعميرانو څانګې پرمختګ د مركزي بانك په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ وزيرِاعظم ته ووئيل شول چې د هېواد په كاروباري هلو ځلو كښې د اېس اېم ايز برخه نزدې 90 فيصده ده او د هېواد په مجموعي پېداوار كښې ئې برخه 40 فيصده ده٬ د كركيلې نه علاوه د هېواد د افرادي قوت 80 فيصده برخه اېس اېم ايز سره تړون لري۔ وزيراعظم ته د ووئيل شول چې اېس اېم ايز سهولت كارۍ لپاره د مركزي بانك لخوا رېګولېټري فرېم ورك لا آسان كړې شوې دې٬د قرضو وركولو تګلاره اسانولو سره سره د كوچنۍ درې قرض حد لس لكه كړې شوې دې او د دې د وركولو موده هم 15 ورځې كړې شوې ده٬ د مېنځنۍ درجې قرضې په 25 ورځو كښې وركولې كېږي٬ كوچنو او د مېنځنۍ درجې صنعتونو كاروباري دستاوېزاتو مرتب كولو كښې مرسته كېږي٬ د اېس اېم ايز ودې په لړ كښې انفارمېشن ټېكنالوجي كارولې كېږي ٬ اېس اېم ايز لپاره د ټېكس نظام آسانولې شي۔ وزيرِاعظم خبر كړې شوې چې د بانكونو لكوا اېس اېم ايز ته د وركولې كېدونكي رقم حجم په كال 2014 كښې يوازې 288 اربه روپۍ ٶ كوم چې دا مهال 513 اربه روپۍ دے او تر كال 2023 به د دې هدف 1.9 كهربه روپۍ ټاكلې شوې دې چې ورسره به 20 لكه ملازمتونه پېدا شي اوپه برآمداتو كښې د 5 نيم اربه ډالرو اضافه متوقع ده۔ د خزانې سېكتر لخوا د معيشت بهترۍ لپاره