د وزيراعظم عمران خان الجزيره ټي وي سره مركه

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان هند سره د خبرو د بحالې امكان رد كړې او وئيلي ئې دي چې د آرټيكل 370 او 35 اے منسوخ كولو نه پس هند سره د مذاكراتو سوال هم نه پېدا كېږي٬ نسل پرست او فاشست بي جے پي د پاكستان ديواليه كولو٬ د اېف اے ټي اېف په بلېك لسټ كښې د شاملولو هڅې كوي٬ پاكستان به په جنګ كښې نه مخكښې كېږي٬ هند نه يوازې د خپل هېواد قوانين بلكې د ملګرو ملتونو قراردادونه او نړيوال قوانين تر پښو لاندې كړي٬ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې به د كشمير مسئله٬ په هند او اروپا كښې د اسلام فوبيا معاملات په ډاګه كوم٬ د امريكې او طالبانو د مذاكراتو په معطل كېدو افسوس دے٬ پاكستان د افغان شخړې په سوله ايز حل باور لري٬ پاكستان طالبان امريكې سره د مذاكراتو مېز ته په راوستلو كښې مهم كردار ترسره كړے٬ مونږ په افغانستان كښې د اوږدې مودې نه د روان جنګ خاتمه غواړو۔ د خالي په ورځ الجزيره ټي وي سره په مركه كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د وزيراعظم د چوكۍ سنبالولو نه پس ئې ګاونډي هېواد سره د ټولو حل طلب معاملو حل لپاره د مذاكراتو پېل كولو هڅه وكړه خو چې كله مونږ محسوس كړه چې د مودي حكومت اېجنډا پاكستان ته د زيان رسولو ده نو مونږ پرېښودو٬ وزيراعظم ووئيل چې د آرټيكل 370 او 35 اے منسوخ كولو نه پس هند سره د مذاكراتو سوال هم نه پېدا كېږي٬ نسل پرست او فاشست بي جے پي د پاكستان ديواليه كولو٬ د اېف اے ټي اېف په بلېك لسټ كښې د شاملولو هڅې كوي٬ پاكستان به په جنګ كښې نه مخكښې كېږي٬ هند نه يوازې د خپل هېواد قوانين بلكې د ملګرو ملتونو قراردادونه او نړيوال قوانين تر پښو لاندې كړي۔ د امريكې راتلونكې دورې په اړه وزيراعظم ووئيل چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې به د كشمير مسئله٬ په هند او اروپا كښې د اسلام فوبيا معاملات په ډاګه كوم۔ د پاكستان او هند ترمېنځه د اټومي جنګ د امكاناتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې په يقيني توګه دا امكان نه شي رد كېدے٬ هند په مقبوضه كشمير كښې په كشميريانو د ظلم انتها كړې او د كشميريانو نسل كشي كولې شي۔ هند د مسوليني او هټلر په لار روان دے۔ په مقبوضه كشمير كښې 8 مليونه مسلمانان محصور دي او اوس هند د دې غېر قانوني اقدام نه پام بدلولو لپاره د پلوامه په طرز جعلي فلېګ آپرېشن كولې شي۔ د يوې پوښتې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې پاكستان به كله هم په جنګ كښې وړاندېز نه كوي٬ ما تل د جنګ مخالفت كړے٬ ما وئيلي وو چې كه د دوه اټومي هېوادونو ترمېنځهه روايتي جنګ وشو نو امكانات دي چې د دې اختتام په اټومي جنګ وشي د كوم چې سوچ هم نه شي كېدے۔ ځكه مونږ ملګرو ملتونو ته رسنه وكړه او هر يو نړيوال فورم ته رسنه كوو چې هغه په سمدستي توګه مداخله وكړه ځكه چې د دې اثرات به يوازې تر نيمه وچه محدود نه وي۔ وزيراعظم د پاكستان او هند ثالثې لپاره د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د هڅو مننه وكړه او وې وئيل چې هند د نړيوالې مداخلې نه يره لري۔ د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د امريكې او طالبانو د مذاكراتو په معطل كېدو افسوس دے٬ پاكستان د افغان شخړې په سوله ايز حل باور لري٬ پاكستان طالبان امريكې سره د مذاكراتو مېز ته په راوستلو كښې مهم كردار ترسره كړے٬ مونږ په افغانستان كښې د اوږدې مودې نه د روان جنګ خاتمه غواړو۔