د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې ارزان او فوري انصاف وركول د وزيراعظم عمران خان مشن دے٬ د سمن اجرا٬ وصولي او د عدالتي حاضرې څخه تر شهادتونو د ريكارډ كولو عمل نوې ټېكنالوجې سره تړل كېږي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو ټويټ كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د كوډ آف سول پروسيجر ترميمي بل په اصل كښې د بدلون په پلو د اوسني حكومت مثبت قدم دے٬ د دې د لارې د سمن اجرا٬ وصولي او د عدالتي حاضرې څخه تر شهادتونو د ريكارډ كولو عمل نوې ټېكنالوجې سره تړل كېږي۔ هغې ووئيل چې د دې څخه وړاندې به يو نسل مقدمه درج كوله او دريم نسل ته رسېدو سره به ئې پرېكړه كولې شوه خو اوس د سول كورټ نه واخله تر ستره محكمه د ديواني مقدمو پرېكړه تر دوه كلونو د كولو قانوني شرط لګولې شي۔ دا قانون به په جائيداد كښې د مېرمنو برخه ترلاسه كول باوري كړي۔ هغې ووئيل چې حكومت ليګل اېنډ جسټس اتهارټي جوړولو لپاره بل تيار كړے۔ دې سره به د مستحق بنديانو قانوني مرسته باوري شي۔