د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم سره يو ځائ خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان وېژن ته عملي شكل وركولو لپاره ټولې ادارې هڅې كوي٬ جمهوريت او ټولنه د اپوزيشن د كردار نه بغېر مكمل نه وي٬ د اپوزيشن د رويې له امله كشمير كاز ته زيان رسي٬ نن كشمير د كوم يو ګوند په پلو نه بلكې د پاكستان په پلو ګوري٬ وزيراعظم عمران خان د هند اصل څېره نړۍ ته وړاندې كوي٬ اپوزيشن دې د وزيراعظم په هڅو كښې خپل مثبت كردار ترسره كړي٬ اولس ته ارزان او فوري انصاف رسول د وزيراعظم عمران خان وژن دے٬ د عام پاكستاني اساني لپاره په قوانينو كښې بدلون كولې شي٬ وزيراعظم عمران خان هېواد د وروست نظام نه ويستل غواړي۔ د خالي په ورځ د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د رخصتې په ورځ دلته ستاسو موجودګي د دې خبرې علامت دے چې په قومي كاز مونږ ټول يو موټې يو۔ هغې په مظفر آباد كښې كشميري وروڼو سره د يووالي په اړه د وزيراعظم عمران خان لخوا د ټولې مېډيا٬ خبريالانو٬ نړيوالې مېډيا٬ سول سوسائټې او د هنرمندانو پشمول د ژوند هر اړخ سره د تعلق لرونكو مننه وكړه او وې وئيل چې پرون ټول د كشميريانو غږ جوړېدو لپاره راوتلي وو او دوي سره يووالي لپاره مظفر آباد ته تللي وو۔ په دې موقع د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم د پنجاب او د خېبر پښتونخوا د قانون وزيرانو پشمول د قوانينو كښې د بدلون په اړه تفصيلي خبرې وكړې او د خبريالانو د بېلا بېلو پوښتنو ئې ځوابونه وركړل۔