د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د حضرت امام حسېن ﴿رض﴾ په نوم اخستونكو د هندي پوځ بريد نن د معركه كربلا د لړۍ يوه كړۍ ده٬ دا بريد د هند د رياستي ترهګرې بدتره مثال دے٬ په بې ګناه غزادارانو د ظلمونو او د هغوي د ګرفتارې سخته غندنه كوو۔ د يزيد پېروكار فسطائي مودي د مظلوم كشميريانو بنيادي آئيني٬ جمهري او انساني حقوق غصب كولو سره د دوي مذهبي آزادي هم سلب كړې۔ د ګل په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې په بې ګناه غزادارانو د ظلمونو او د هغوي د ګرفتارې سخته غندنه كوو۔ هغې ووئيل چې د قاتل مودي د غاصب پوځ د بدتره محاصرې او كرفيو سره هم كشميريان راوتلي وو او د حضرت امام حسېن ﴿رض﴾ سنت ئې ژوندي كړي دي۔ د حسېنيت علمبردارو د هند جبر ننګولې او په ريښتيا او حق د پاتې كېدو د عزم څرګندونه ئې كړې۔ خاص مرستيالې ووئيل چې هغه ورځ لرې نه ده چې د يزيد پشان به هند او ظالم مودي هم د عبرت نشان جوړ شي او كشمير به آزاد شي۔