د هند او سوئيلي افريقې كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز اولنې مېچ سبا كېږي

نوې ډيلې 13 ستمبر (اے پی پی) د هند او سوئيلي افريقې كركټ لوبډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي نړيوالو مېچونو سيريز اولنې مېچ سبا د ستمبر په 15 مه نېټه كېږي۔ د سيريز پېل سبا د اتوار په ورځ د ستمبر په 15 مه نېټه د اولني ټي ټونټي نړيوال مېچ څخه كېږي ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم ټي ټونټي مېچ به د ستمبر په 18 مه نېټه موهالي او درېم او وروستې مېچ به په 22 ستمبر بنګور كښې كولې شي۔ دې څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه اولنې ټېسټ مېچ د اكتوبر 2 مې نېټې څخه تر 6 مې نېټې وشاکاپټنم ٬ دوهم د اكتوبر 10 مې نېټې څخه تر 14 اکتوبر پونے او درېم او وروستې ټېسټ مېچ د اكتوبر 19 مې نېټې څخه تر 23 مې نېټې رانچې كښې كولې شي۔ د ټېسټ سیریز ختمېدو څخه وروستو به د سوئيلي افريقا كركټ لوبډله خپل هېواد ته ستنه شي او د راروان كال مارچ مياشت كښې به د هند په ضد يو ورځنې نړيوال سيريز كوي