د هند او سوئيلي افريقا ترمينځه دويم ټي ټونټي نړيوال مېچ نن كېږي

موهالی ۔17 ستمبر (اے پی پی) د هند او سوئيلي افريقا ترمينځه د درې ټي ټونټي نړيوال مېچونو سيريز دويم مېچ نن د شورؤ په ورځ موهالي كښې كېږي۔ د داړو لوبډلو ترمينځه د سيريز اولنې مېچ دھرم شالا كښې كېدل وو ولې د باران دلاسه دغه مېچ ونكړې شو۔ د هند لوبډله به د ويرات كوهلي په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي او د سوئيلي افريقا د لوبډلې د كپتانۍ فرض به كوئنټن ډي كاك ترسره كوي۔ ټي ټونټي سيريز ګټلو له دواړه لوبډلې د جوش او جذبې څرګندونه كوي او د كركټ پوهانو هم د سختې مقابلې امكان ښكاره كړې دې۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د سيريز درېم مېچ به د روانې مياشتې په 22 مه نېټه بنګلور كښې كولې شي۔ دې څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټېسټ مېچونو سيريز كولې شي۔