د هندي پوځ لخوا په حاجي سېكټر په بلا اشتعال ډزو كښې د پاك پوځ يو بل ځوان شهيد شوے

پېنډې 14 ستمبر (اے پي پي) د هندي پوځ لخوا په حاجي سېكټر په بلا اشتعال ډزو كښې د پاك پوځ يو بل ځوان شهيد شوے۔ د آئي اېس پي آر له مخې د هندي پوځ په بلااشتعال ډزو كښې 33 كله حوالدار ناصر حسېن شهادت ترلاسه كړے۔ د حوالدار ناصر حسېن شهيد تعلق ناووال سره دے او هغه د شپاړس كلونو نه په پاك پوځ كښې خدمات ترسره كول۔