د نېشنل هائي وے اتھارټي پرمختيائي منصوبو له 18 اربه 14کروړه 30 لکھ څخه د زياتو روپو فنډز جاري

اسلام آباد ۔ 13 ستمبر (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د نېشنل هائي وے اتھارټي پرمختيائي منصوبو له 18 اربه 14کروړه 30 لکھ څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړي دي۔ حکومت ددې څانګې پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال يو كھرب 54 اربه 96 کروړه څخه د زياتو روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ کمېشن لخوا د جاري كړې شويو شمېرو لمخې حكومت ژوب کچلاک روډ جوړولو له1 ارب 50 کروړ، د اېن 70 جوړولو له 13 کروړه 20 لکھ، د كال 2010ء سېلاب ځپلي املاك بحالی له 20 کروړه، د لواری ټنل سړكونو له 9 کروړه ، د ډی آئی خان موټر وے زمكې اخستلو له 20 کروړه، لاهورملتان موټروے اېم تھری له 90 کروړه، کراچی لاهور موټروے كښې د سي پېك ترسېوري لاندې سکھر حېدر آباد سېکشن جوړولو له 30 کروړه ، جګلوټ سکردو روډ له 20 کروړه، پنډی ګھیب کوهاټ روډ له 40 کروړه، برهان هکله اېم ون له 2 اربه 30 کروړ او برهان حوېلیاں اېکسپریس وے له 23 کروړه څخه د زياتو روپو فنډ جاري كړې دي۔