د نشه اي توكو كارولو سره نه يوازې يو كس بلكې كورنۍ او په ټولنو سنګين اثرات مرتب كېږي

اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د نشه اي توكو كارولو سره نه يوازې يو كس بلكې كورنۍ او په ټولنو سنګين اثرات مرتب كېږي٬ خلق د نشه اي توكو نه د بچ كولو ښه لاره د قاچاق مخه نيول دي ٬ حکومت د نشه اي توكو مخنيوي لپاره انقلابي اقدامات كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر ډاکټر عارف علوي د مصنوعي ذهانت په ځائي توګه د جوړې كړې منصوبې ” امان” پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل نړۍ د نشه اي توكو هلاكوٶنكې قسمونه جوړوي او د دې لعنت له امله هلاكتونه په تندۍ سره زياتېږي٬ ځكه د دې مخنيوي لپاره كوټلې هڅې پكار دي۔ ده ووئيل نشه اي خلق په نورو جرمونو كښې ككړ كېږي چې پكښې غلا عامه خبره ده ٬ دې دې څخه نه يوازې يو كس ځپلې كېږي بلكې كورنۍ هم ځپلې كېږي٬ د چا په ليدلو چې ډېر غمژن كېږو۔ ده ووئيل خلق د نشه اي توكو نه د بچ كولو ښه لاره د دې قاچاق مخه نيول دي ٬ دا خبره ډېره خوشبينه ده چې حکومت د نشه اي توكو مخنيوي لپاره انقلابي اقدامات كوي۔ دستورې ته د سفېران دوهم وزير شهريار اپردي هم وېنا وكړه او د ”امان” منصوبې خدوخال ئې بيان كړل۔