د مودي انتظاميه په مقبوضه كشمير كښې په رياستې ترهه ګرۍ كښې ككړه ده

Prime Minister Imran Khan addressing during a reception hosted in honor of Heads of Delegations of OIC Contact Group on Jammu & Kashmir on the sidelines of 74th UNGA Session in New York on September 24, 2019.

نيويارك 25 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د مودي انتظاميه په مقبوضه كشمير كښې په رياستي ترهه ګرۍ كښې ككړه ده ٬د پرله پسې كرفيو څخه د كشميريانو مسلمانانو د نسل كشۍ اندېښنه ده٬ټول اسلامي هېوادونو له به كشميريانو سره د يووالي څرګندونه كول وي۔تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع جمو او كشمير په اړه د او آئي سي رابطه ډلې مشرانو پلاوي په درناوي كښې د ماسختن مېلمستيا ته وزيراعظم عمران خان د او آئي سي غړو هېوادونو باندې زور راوړو چې هغوي پھ مقبوضه كشمير كښې انساني الميې څخه بچ كېدو لپاره هلته په صورتحال د سنجيدګۍ مظاهره وكړي ځكه چې په مقبوضه كشمير كښې د تېرو 50 ورځو راهسې مسلسل كرفيو له امله د كشميريانو مسلمانانو د نسل كشۍ اندېښنه ده۔پھ دستوره كښې د سعودي عرب٬تركيې٬نائيجېريا او آذربائجان خارجه وزيرانو هم ګډون كولو۔وزيراعظم ووئيل په ګرده نړۍ كښې د مسلمانانو لپاره دا لازمي ګرځېدلې چې هغوي د 8 ملينه كشميريانو لپاره غږ پورته كړي كوم چې د بشري حقونو څخه د هندي انكار په صورت ډېر اندېښمن صورتحال سره مخ دي۔عمران خان ووئيل 9 لكه هندي عسكرو د كشمير مسلمانان محصور كړي او مقبوضه كشمير د نړۍ لويې انساني زندان جوړ كړی شوې ۔وزيراعظم پھ دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې نړۍ خو د اسلامي ترهه ګرۍ اصطلاح كاروله خو چرته چې مسلمان د بشري حقونو څخه محروم ساتلې شي نو دوي هلته غلې پاتې كېږي۔ده ووئيل د او آئي سي غړو رابللو مقصد د كشمير په مسئله بحث كول وو۔ده ووئيل اسلامي هېوادونه به راتلونكو څو ورځو كښې سټراټېجي مرتب كړي كومه به چې په عمومي اسمبلۍ كښې وړاندې كولې شي۔عمران خان د هند وزيراعظم مودي د رياستي ترهه ګرۍ معمار وګرځولو څوك چې د نړۍ د لويې جمهوريت ادعا كوي۔عمران خان پوښتنه وكړه كوم يو جمهوريت په وګړو د داسې ظلم اجازه وركوي