د كابل په ګرين ويلج كمپاؤنډ د طالبانو بريد كښې 16 كسه مړه٬ 119 ژوبل

كابل 03 ستمبر (اے پی پی)د افغانستان په پلازمينه كابل كښې په انټرنېشنل زون ګرين ويلج كمپاؤنډ د طالبانو په بريد كښې 16 كسه مړه او 119 ژوبل شوي دي ۔د افغان ابلاغ ذريعو راپور له مخې په مړو او ژوبل شوو كښې عام وګړي هم شامل دي۔د افغان كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي له مخې په بريد كښې د چاودېدونكو څخه ډك ګاډي د ځايې وخت له مخې د شپی پؤكم لس بجې په چاودنه الوزولې شوې ۔طالبانو د بريد ذمه واري قبوله كړی او وئېلې يې دي جنګيالي د چاودنې نه پس ګرين ويلج كمپاؤنډ ته داخل شوي۔د كورنيو چارو وزارت وياند ادعا كړې چې چاودنه د عامو كسانو د كورونو ترمينځه شوې۔ده د طالبانو د دې ادعا هم ترديد وكړو چې طالبان جنګيالي ګرين ويلج كمپاؤنډ ته ورننوتې دي۔افغان چارواكو د 4 طالب جنګيالو د وژلو ادعا كړی ده