د كابل حساس سيمه كښې د امريكې سفارت سره نزدې موټري بمي چاودنه٬ 3 كسه مړه٬ 30 ژوبل

كابل 05 ستمبر (اے پی پی)د افغانستان په يايه تخت كابل كښې د امريكې سفارت سره نزدې موټري بمي چاودنه كښې 3 كسه مړه او 30 ژوبل شوي دي ۔طالبانو د چاودنې ذمه واري قبوله كړې ده٬د چاودنې نه وروستو امنيتي ځواكونو سيمه په ولقه كښې اخستې۔افغان چارواكو د چاودنې تصديق كولو سره وئېلي دي دا چاودنه د كابل په حساس سيمه كښې شوې چرته چې د امريكې سفارت نه علاوه د ناټو مشن دفترونه او د نورو هېوادونو سفارتخانې هم جوړې دي۔طالبانو د چاودنې ذمه واري قبوله كولو سره وئېلي دي غېر ملكي درې ګاډي په نخښه كړې شوي او سخت امنيتي سيمه كښې يې د داخلېدو هڅه كړې چرته چې د افغان نېشنل سېكورټي چارواكو دفترونه دي۔د روانې اونۍ په مهال په كابل كښې د طالبانو دوهمه لويې بريد دے ۔د افغان كورنيو چارو وزارت وياند له مخې موټري بمي دا چاودنه په يوه لويه لاره شوې چې په نتيجه كښې يې 12 ګاډي تباه شوي او ژوبل شوي كسان ځايې روغتون ته منتقل كړی شوي