د سوريې پوځ د درې ډرون الوتكو راغورځولو ادعا كړې

دمشق 08ستمبر (اے پي پي) د سوريې پوځ د درې ډرون الوتكو راغورځولو ادعا كړې۔ د سوريې چارواكو وئيلي دي چې د ترهګرو ډلې د دې ډرون د لارې په شمالي لوېديځه سوريه كښې د پوځي ځايونو په نښه كولو هڅه كړې۔ دا ډرون د چاودېدونكو توكو نه ډك او په هوا كښې تباه كړې شوي دي۔ په دې كښې د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔