د دفاع ورځ به غېرت مندو او مېړنو كشميريانو سره د يوالي په توګه لمانځو۔ د ډاکټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي د دفاع ورځ به غېرت مندو او مېړنو كشميريانو سره د يوالي په توګه لمانځو٬ کشمير د پاکستان دفاعي حصار دے۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل د كشميريانو د دريځ دفاع د پاكستان دفاع قوي كولو مترادف ده۔ دې ووئيل پاكستان كشميريانو سره ولاړ دے او په هر ډګر به هندي ظلمونه په نړۍ ته ډاګه كوٶ۔