د درې هېواديز ټي ټونټي نړيوال سيريز دويم مېچ نن كېږي۔ مقابله به د آئرلېنډ او سكاټ لېنډ لوبډلو ترمينځھ وي

ډبلن ۔ 16 ستمبر (اے پی پی)د آئرلېنډ او سکاټ لېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه د درې هېواديز ټي ټونټي نړيوال سيريز دويم مېچ نن د نهې په ورځ كېږي۔ د تفصیلاتو لمخې آئرلېنډ كښې درې هېواديزه ټي ټونټي نړيوال سيريز پېل شوې دې په كوم كښې به چې د كركټ شوق لرونكو ته سختې مقابلې كتلو ته ترلاسه شي۔ دې سيريز كښې برخه اخستونكې درې واړه ډلې به خپلو كښې دوه دوه مېچونه كوي او زياتې مقابلې ګټونګې لوبډله به فاتحه وي۔ د سيريز اولنې مېچ د آئرلېنډ او هالېنډ ترمينځھ وو ولې دغه مېچ د باران لامله منسوخ كړې شوې وو۔ د درې هېواديزه سيريز دويم مېچ به نن د آئرلېنډ او سكاټ لېنډ ترمينځه وي۔ په 18 ستمبر به د آئرلېنډ او هالېنډ ٬ په 19 ستمبر به د سكالټ لېنډ او هالېنډ او په 20 ستمبر به د سريز په وروستي مېچ كښې د آئرلېنډ او سكاټ لېنډ ترمينځه مقابله وي۔