د خارجه وزير شاه محمود قرېشي قامي کشمير کنفرنس ته وېنا

APP07-18 ISLAMABAD: September 18 – Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Qureshi addressing during National Parliamentarians Conference on Kashmir 'Urgent need for humanitarian efforts' at Jinnah Convention Centre. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سېنېټ چيئرمېن لخوا كنفرنس كول ښه اقدام دے ٬ دې سره به د ټاكلې شوو نمائندګانو د كشمير په مسئله د يو موټې كېدو او يوالي پېغام لاړ شي٬ پاکستانې قام د كشمير په مسئله يو موټې دے٬ ټول پاكستان د سياست نه پرته كشميريانو سره ولاړ دے ٬ نړۍ د كشمير په مسئله سترګې اړولې شي ٬ پاكستان به د كشميريانو نه سترګې نه اړوي٬ 54 كاله پس د كشمير كشاله په سلامتي كونسل كښې پورته كړې شوې٬ د كشمير مسئله به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هوارولو لپاره تر آخري حده ځوو٬ ګرده نړۍ كښې د كشمير مسئلې ته پام لرنه كېږي ٬ په جنيوا کنونشن كښې يو هېواد هم د هندي دريځ ملاتړ نه دې كړې۔ د شورو په ورځ قامي كشمير پارلماني كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د آزاد کشمير د وزيراعظم د جذباتو احساس لرو٬ په مقبوضه كشمير كښې د تېرو 44 ورځو راهسې كرفيو روانه ده ۔ خارجه وزير ووئيل د آزاد كشمير د وزيراعظم خبره سمه ده چې د كشمير مسئله د زمكې د ټكې نه ده٬ نړۍ د كشمير په مسئله سترګې پټولې شي ٬ د قام پرېكړه ده چې پاكستان به د كشميريانو نه سترګې نه اړوي٬ وزيراعظم په ملګرو ملتونو ته د كشميريانو مقدمې لپاره روان دے ھغه به د كشميريانو جذباتو ته زيان نه رسوي۔ ده ووئيل نړيواله ميډيا د هند اصلي څېره بې نقابه كوي٬ د كشمير كشالې لپاره يوالې ډېر ضرورې دے٬ د فلسطين مسئلې د او آئي سي تنظيم جوړ كړې۔ خارجه وزير ووئيل د امريكې سفارت تل ابيب څخه مقبوضه بېت المقدس ته د منتقل كولو اعلان په ضد او آئي سي غږونه راپورته كړي٬ د او آئي سي هېوادونو شريك سوچ كښې خليج ښكاري٬ د او آئي سي متفقه اعلاميه ده چې مقبوضه کشمير څخه دې كرفيو پورته كړې شي٬ د سترګو په رف كښې د كشمير مسئله نه شي هوارېدې٬ نن د پاكستان قيادت هېڅ لچك نه لري۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به د پاکستان د مفاداتو سودا نه كوي٬ پاکستان او کشميريانو هندي اقدامات رد كړې ٬ نن هند تقسيم ښكاري۔ ده ووئيل زه ماشوم نه يم او نه بې غوره يم٬ كه مودي جرات لري نو مقبوضه کشمير څخه دې كرفيو پورته كولو سره په سري نګر كښې كشميريانو ته وېنا وكړي۔ ده ووئېل په اولسي رېفرنډم پرېكړه كېدې شي خو مودي كښې جرات نشته٬ د شريكې غونډې نه پس د كشمير په مسئله دا مهم قدم دے دغسې چې نړۍ ته پېغام لاړ شي چې د پاكستان پارلمان په دې مسئله يو موټې او يو غږ لري ۔ ده ووئېل دا د زمكې د ټكړې خبره نه ده٬ د اګست د 5مې نيټي پېښې تشويش زيات كړې ۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به د ستمبر په 27مه نيټه په ملګرو ملتونو كښې د كشمير مسئله په بشپړه توګه پورته كوي ۔ خارجه وزيرشاه محمود قرېشي ووئيل 54 كاله پس د كشمير مسئله د سلامتي كونسل په اېجنډا پورته كړې شوې چې كرېډټ ئې د پاكستان وزيراعظم ته ځي ۔ ده ووئېل د كشمير مسئله به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هوارولو لپاره تر آخري حده ځوو٬ ملګرو ملتونو د كشمير په مسئله يو شمېر قراردادونه منظور كړې كوم چې د مسئلې يوازنې حل دے۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې د كشمير مسئلې ته پام لرنه كولې شي٬ په جنيوا کنونشن كښې هم يو هېواد د هندي دريځ ملاتړ نه دې كړې۔ ده ووئيل د نړۍ ميډيا د كشمير كشاله رامخې ته كولو سره د هند ناوړه څېره اولس ته ښائي۔ وزيراعظم كشميريانو سره د يوالي څرګندونې لپاره په مظفرآباد كښې كاميابه جلسه كړې او نړۍ ته ئې د هند ناوړه څېره ښودلې۔ ده ووئېل د كشمير مسئلې په ګرده نړۍ هله ګوله راپېدا كړې۔ ده ووئيل د او آئي سي په نوعيت كښې لږ بدلون راغلې٬ د او آئي سي د ځينې هېوادونو سوچ كښې خليج ښكاري٬ او آئي سي به ځان سره بوتلل وي او د حقائقو له مخې به د كشمير مسئلې په اړه حكمت علمي خپلول وي۔ ده ووئيل حريت مشران بندي كېږي٬ د هند د تور قوانين زيان كشميريانو ته رسي٬ پاكستان د سياسي تړون نه پرته كشميريانو سره ولاړ دے۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل هند د كشمير په مسئله تقسيم شوې ٬ د هند سپريم كورټ فشار سره مخ دے۔ ده ووئيل سپريم كورټ له به خپل تاريخي اړخ مخې ته كېښودل وي۔ سپريم كورټ د هند د مخالفې ډلې ګوندونه سري نګر ته تللو نه د ايسارولو مخالفت كړې۔ خارجه وزير ووئيل مودي كه اخلاقي جرات لري نو د پاکستان د وزيراعظم غوندې دې په سري نګر كښې جلسه وكړي۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې مېشته پاكستانيان او كشميريان په مقبوضه کشمير كښې د هندي ظلمونو او بربريت په ضد احتجاج كوي۔ ده ووئيل د جے يو آئي مشر مولانا فضل الرحمن نن دلته موجود نه دے نو ھغه ته به مې وئيلي وٶ چې آزادي مارچ سره د لفظ كشمير هم اضافه وكړې٬ احتجاج تاسو حق دے خو موقع محل ته هم كتنه پكار ده٬ جمعيت علماﺀ هند مقبوضه کشمير د هند اټوټ انګ ګرځولې۔ ده ووئېل نن كشميريانو پاكستان ته سترګې نيولې دي٬ وزيراعظم په لائن آف كنټرول كشميريانو له باور وركړې چې مونږ تاسو سره اوږه په اوږه ولاړ يو