د خارجه وزير شاه محمود قرېشي جنېوا كښې سوئيس ټي وي سره مركه

اسلام آباد ۔ 11 ستمبر (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د اروپائي ائتلاف ځينې هېوادونه د مقبوضه كشمير صورتحال د نزاكت نه خبر دي ولې د خپلو سياسي سببونو په بنياد غږ نه پورته كوي۔ د پاكستان او هند ترمينځھ د درېم فريق لخوا مصالحت يوازنې آپشن دے۔ عسكري آپشن د افغان شخړې هوارے نه دے۔ د شورؤ په ورځ جنېوا كښې سوئيس ټي وي سره مركه كښې خارجه وزير ووئيل مقبوضه كشمير كښې صورتحال د اندېښنې وړ دے۔ د مواصلات په ذريعو د بندېز لامله حقائق نه رامخې ته كېږي۔ په دې لړ كښې د نړيوالې ميډيا او بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو كردار د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل هند چې د اګست په 5 مه نېټه كوم ګام پورته كړې ؤ هغې ټول حېرانه كړې وو ٬ خو هند كښې دغه خلقو قبول نه كړو۔ دا ګام د هغوي د خپل قانون او د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ د امنيتي كونسل د قراردادونو او د نړيوال قانون په ضد ؤ ۔ده ووئېل د هند مخالفې ډلې ګوندونو د دې ګامونو په ضد غږ پورته كړے۔ خارجه وزير ووئيل هند بايد مقبوضه جموں و كشمير څخه كرفيو پورته كولو سره اولس ته د ژوند كولو حق وركړي۔ د افغانستان په اړه خارجه وزير ووئيل د طالبانو خبرو اترو ته كېناستل ٬ القاعده او آئي اېس اېس څخه لا تعلقي ښكاره كول٬ د طالبانو دا اشاره وركول چې د افغانستان زمكه به د امريكې يا د اتحاديانو په ضد د ترهګرۍ كارروايو له نه كارولې كېږي دا ټول مثبت پېشرفت دے او زما په خيال بايد دل خبرې اترې بيا چې پېل كړې شي ولې چې دې سره به د انټرا افغان خبرو اترو لارهواره شي او افغانستان كښې به د امن او استحكام هيله راپېدا شي ۔ ده ووئېل دا خبرې اترې آسانې نه دي ولې موقع وركول غواړي ۔ ده ووئېل پاكستان منطقه كښې امن له د مصلحت كردار ترسره كړې ولې چې مونږ دا ګڼو چې ملټري آپشن د افغانستان شخړې هوارے نه دے او امريكې هم مونږ سره دا خبره منلې ده ځكه پېشرفت شوے او مذاكرات پېل شوي دي