د حاجيانو د ستنېدو عمل به د ستمبر تر 14مه نېټه روان وي۔ د سعودي د حج او عمرې وزارت

جده 09ستمبر (اے پي پي) د سعودي د حج او عمرې وزارت وئيلي دي چې د 15 لكو نه زيات غېر ملكي حاجيان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي او د دوه لكه 71 زره كسانو د ستنېدو عمل روان دے۔ دوه لكه 33 زره 827 حاجيان په مدينه منوره او 38 زره 83 په مكه مكرمه كښې مېشته دي۔ د سعودي د حج او عمرې وزارت له مخې د حاجيانو د ستنېدو عمل به د ستمبر تر 14مه نېټه روان وي۔ د وزارت له مخې د ستمبر تر 14مه نېټه به ټول غېر ملكي حاجيان د سعودي نه لاړ شي۔