د بنګله دېش ٬ افغانستان او زمبابوے ترمينځھ د درې هېواديز ټي 20 سيريز څلورم مېچ نن كېږي

ډھاکه ۔ 17 ستمبر (اے پی پی) د بنګله دېش ٬ افغانستان او زمبابوے ترمينځھ د درې هېواديز ټي 20 سيريز څلورم مېچ نن دشورو په ورځ چټاګانګ كښې كېږي۔ د تفصیلاتو لمخې د بنګله دېش، افغانستان او زمبابوے لوبډلو ترمينځھ درې هېواديز ټي ټونټي سيريز روان دې په كوم كښې چې سختې مقابلې كېږي او د كركټ شوق لرونكو ته د يو ښه كركټ كتلو موقع ترلاسه كېږي۔ د بنګله دېش، افغانستان او زمبابوے ترمينځھ د درې هېواديز ټي ټونټي سيريز څلورم مېچ به د روانې مياشتې په 18 مه نېټه د بنګله دېش او زمبابوے لوبډلو ترمينځھ كولې شي۔ پنځم مېچ به د روانې مياشتې په 20 مه نېټه د افغانستان او زمبابوے او شپږم او وروستې مېچ به 21 مه نېټه د بنګله دېش او افغانستان ترمينځھ كېږي۔