د بنګله دېش انډر 19 لوبډلې په وړومبۍ ون ډے كښې نيوزي لېنډ ته په 6 وكټو ماتې وركړه

ویلنګټن 30 ستمبر (اے پي پي) د بنګله دېش انډر 19 د كركټ لوبډلې په وړومبۍ ون ډے كښې نيوزي لېنډ ته په 6 وكټو ماتې وركړې۔ د نيوزي لېنډ لوبډلې وړومبې بېټنګ كولو سره 176 رنزونه جوړ كړل چې په ځواب ئې د بنګله دېشن لوبډلې هدف په 38.4 اورز كښې ترلاسه كړو۔