د بنګله دېش٬ افغانستان او زمبابوے ترمېنځه درې ملكي ټي ټونټي سېريز نن پېل كېږي

ډھاكه 12ستمبر (اے پي پي) د بنګله دېش٬ افغانستان او زمبابوے ترمېنځه درې ملكي ټي ټونټي سېريز نن د جمعې په ورځ د ستمبر په 13مه نېټه پېل كېږي۔ د شېډول له مخې وړومبې مېچ نن د ستمبر په 13مه نېټه د بنګله دېش او د زمبابوے د كركټ لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ د ستمبر په 14مه نېټه به د افغانستان او زمبابوے ترمېنځه مېچ كېږي۔ دريم مېچ به د ستمبر په 15مه نېټه د بنګله دېش او افغانستان ترمېنځه كېږي۔ د ستمبر په 18مه نېټه به څلور مېچ د بنګله دېش او زمبابوے ترمېنځه كېږي۔ پنځم مېچ به د ستمبر په 20مه نېټه د افغانستان او زمبابوے او شپږم او وروستې مېچ به د ستمبر په 21مه نېټه د بنګله دېش او افغانستان ترمېنځه كېږي