د بشري حقونو تنظيمونه او اسلامي نړۍ دې په مقبوضه كشمير كښې د خوراك او داروګانو رسنې له ګامونه پورته كړي۔شهباز شريف

اسلام آباد 18 ستمبر (اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)صدر او د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف په مقبوضه كشمير كښې د 45 ورځو څخه روانې كرفيو غندنه كول سره په دې د تشويش څرګندونه كښې وئېلي دي د مقبوضه كشمير غېرمند اولس ته سلام دے څوك چې د ظالم هندي حكومت په ضد قوي ولاړ دي۔په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د 45 ورځو كرفيو ثابته كړې چې كشميريان د هند سره اوسېدل نه غواړي٬د كشميريانو د بنيادي حقونو په تحفظ نه لرلو د نړيوالو ادارو عزت ته ګوته نيول دي۔هندي مشرتابه له به د مظلومې او بې ګناه وينې حساب وركول وي۔د انساني الميې انتظار د انسانيت لپاره ښه علامت نه دے٬ د زيات شوي ظلم څخه ښكاريږي چې د هند د ماتېدو وخت رانزدې شوے۔ده ووئيل په قرآن كريم كښې لوے څښتن د زېرې وركړی چې د هر سخت وخت نه وروستو آسانۍ وي۔د كشميريانو د قربانۍ بې مثاله جذبه٬د هغوي عزم او استقلال د هغوي د آزادۍ او ګټې اعلان دے۔ده ووئيل نړيواله ورورولي٬د بشري حقونو تنظيمونه او اسلامي نړۍ دې په مقبوضه كشمير كښې د خوراك او داروګانو رسنې له ګامونه پورته كړي۔ده په لائن آف كنټرول شهادت ترلاسه كوونكو پاكستانو ځواكونو او وګړو ته هم پیرزوئنې وړاندې كړی۔ده ووئيل پاكستانې قام د كشميريانو لپاره جزبه٬ولوله او مينه لري٬د پاكستاني قام جذبې ته سلام كوو