د اومان د هاكۍ لوبډله پاكستان ته راورسېده

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د اومان د هاكۍ لوبډله د پاكستان په ضد د څلورو مېچونو سيريز لپاره د ګل په ورځ لاهور ته رارسېدلې۔ د پي اېچ اے چاوراكو د لاهور په هوائي مېدان د اومان د لوبډلې هركلې وكړو۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د سېريز وړومبې مېچ به (نن) د نهې په ورځ د هاكۍ په نېشنل لوبغالي لاهور كښې كېږي۔ د اومان د هاكۍ لوبډلې هېډ كوچ طاهر زمان ووئيل چې دا زمونږ د لوبډلې تجرباتي دوره ده دې څخه به زمونږ لوبغاړي ډېر څه زده كړي۔ د سيرېز دوېم مېچ به (سبا) د شورو په ورځ ٬ درېم مېچ به د اكتوبر په 3مه او آخري مېچ به په 6م اكتوبر كېږي