د انفارمېشن ټيکنالوجۍ په اوسني دوره كښې د تحقيق او تجربو د لارې په علمې مېدان كښې پر مختګ ممكن دے

APP66-19 KARACHI: September 19 - President of Pakistan Dr. Arif Alvi addressing during the Closing Ceremony of IT Minister’s Forum for Youth, Innovation Industry & Ease of Doing Business and 19th Edition of ITCN Asia 2019 at Expo Center. APP photo by Syed Abbas Mehdi

کراچي 19 ستمبر (اے پي پي) اولسمشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د انفارمېشن ټيکنالوجۍ په اوسني دور كښې د تحقيق او تجربو د لارې د علم په مېدان كښې پرمختګ ممكن دے٬ د انفارمېشن ټيکنالوجۍ په مېدان كښې سرمايه كاري د وخت مهم ضرورت دے٬ زلمې كول به د جديدو تقاضو سره همكاره كول وي۔ اولس مشر دا خبرې د زيارت په ورځ 19م آئي ټي سي اېن كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل نننې دور د انفارمېشن ټېكنالوجۍ دے٬ د انفارمېشن ټيکنالوجۍ په مېدان كښې سرمايه كاري د وخت مهم ضرورت دے۔ ده ووئيل زلمې كول به د جديد دور تقاضو سره همكاره كول وي دغسې چې ھغوي نړۍ سره اوږه په اوږه اودرېدې شي او د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار په ښه ډول ترسره كړې شي۔ اولس مشر ډاکټر عارف علوي ووئيل اوسنې حكومت د هېواد معاشي استحكام لپاره سرمايه كار دوسته پاليسو ته وده وركوي او كاروباري موقعو كښې آسانۍ پېدا كولو لپاره اصلاحات كوي۔ اولس مشر په دې خبره زور رواړو چې د كاروباري موقعو په آسانيو كښې د جديدې ټېكنالوجې كارول مرستياله ګرځېدې شي۔ اولس مشر اولس مشر ووئيل د مصنوعي ذهانت سافټ وېئر څخه د ترهګرۍ پشمول د نورو جرائمو