د امريكې د خارجه چارو ذيلي كمېټي به د مقبوضه كشمير په صورتحال غونډه كوي

واشنګټن 14 ستمبر (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې د هند د زياتېدونكي ظلم او جبر په ضد په ټوله نړۍ كښې د غږ پورته كېدو لړې ورځ تر بله مخ په وړاندې روانه ده۔ د امريكې د خارجه چارو ذيلي كمېټي به هم د مقبوضه كشمير په صورتحال غونډه كوي۔ د كشمير مېډيا سروس لے مخې د امريكې د خارجه چارو كمېټې غړي برېډ شرمېن په خپل يو ټويټ كښې وئيلي دي چې ده د خارجه محكمې يو لوړ رتبه چارواكي او نورو ملګرو سره د مقبوضه كشمير په صورتحال خبرې كړې دي۔ ده ليكلي دي چې د امريكې د خارجه چارو ذيلي كمېټي به هم د مقبوضه كشمير په صورتحال غونډه كوي۔