د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ طالبانو سره د سولې مذاكرات معطل كړل

واشنګټن 08ستمبر (اے پي پي) د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ طالبانو سره د سولې مذاكرات په داسې وخت كښې معطل كړي دي كله چې د دوحه د سولې مذاكراتو د نهم پړاؤ نه پس توقع وه چې د سولې په لوظنامه به د واشنګټن د منظورې نه پس په يو څو ورځو كښې د لاسليك دستوره وشي۔ د امريكې ورځپاڼې نيويارك ټائمز په يو راپور كښې د اولس مشر ټرمپ د ټويټ په اړه وئيلي دي چې ده په سوشل مېډيا طالبانو سره د سولې د مذاكراتو معطل كولو اعلان كړے۔ اولس مشر ټرمپ په خپل يو ټويټ كښې وئيلي شوي دي چې د طالبانو دې مشرانو او افغان اولس مشر سره په كېمپ ډېوډ كښې د اتوار په ورځ پټ ملاقاتونه كېدونكي وو خو اولس مشر ټرمپ ووئيل چې طالبانو سره د سولې د مذاكراتو معطل كولو پرېكړه د طالبانو لخوا په كابل كښې د بريد كولو نه پس شوې په كوم كښې چې د يو امريكائي عسكر پشمول 12 كسان مړه شوي وو۔ اولس مشر ټرمپ ووئيل چې دوي د خپلو دروغو مفادو لپاره كار كوي۔ ده ووئيل چې كه طالبان جنګ بندي نه شي كولې نو د دې مطلب دا دے چې په دوي كښې د مقصدي تړون كولو اهليت نشته۔ دوي د خپلې سودا پوزيشن ښه كولو لپاره خلق وژني۔ اولس مشر ټرمپ ووئيل چې آخر طالبان به نور څو لسيزې جنګ كول غواړي۔