د امريكائي پېټرياټ توغوندي اخستلو لپاره به اولس مشر ټرمپ سره خبرې كولې شي۔ رجب طيب اردوان

انقره 14 ستمبر (اے پي پي) د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان وئيلي دي چې د امريكائي پېټرياټ توغوندي اخستلو لپاره به اولس مشر ټرمپ سره خبرې كولې شي۔ د المانې مېډيا له مخې د تركيې اولس مشر ووئيل چې د امريكې اولس مشر سره هغه نزدې او د ذاتي نوعيت اړيكې لري۔ د روسيې نه د اېس 400 دفاعي مېزائل نظام اخستلو نه پس امريكې تركيې ته د جنګي الوتكو او توغونديو خرڅ بند كړے و۔