د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ خبريالانو سره خبرې

واشنګټن 17 ستمبر (اے پی پی) امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي دا خبره يقيني ښكاري چې د سعودي عربستان په آئل تنصيباتو بريدونو كښې د ايران لاس وو۔ امريكا د كوم ګام پورته كولو پرېكړې نه وړاندې نور ثبوت غواړي۔ هيله ده چې د جنګ خطر به ختم شي۔ د برطانيې خپرونې ادارې لمخې خبريالانو سره خبرو كښې امريكائي اولس مشر ووئيل سعودی عربستان د امريكا اتحادي هېواد دې د كوم مرستې له چې مونږ چمتو يؤ۔ بياهم د دې خبرې حتمي تعين له به انتظار كول وي چې د بريد ذمه وار څوك دي۔ ده ووئيل په يقيني توګه داسې ښكاري چې دا كار د ايران وو۔ اولس مشر ټرمپ ووئيل مونږ رد عمل كښې تندي نه كوو۔ مونږ ډېر آپشنز لرو۔ بلخوا سعودي چارواكو وئيلي دي چې په بريد كښې ايراني وسله كارولې شوې ده بياهم دوئي ايران نېغ په نېغه د دې بريدونو ذمه وار ګرځولو څخه ډډه كړې ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د امريكا لخوا ايران د دې بريدونو ذمه وار ګرځولو سره د دې ادعا د ثبوت په توګه عكسونه هم جاري كړې شوي دي۔ بلخوا د ايران اولس مشر حسن روحاني دا تورونه رد كولو سره وئيلي دي چې دا د يمني اولس لخوا رد عمل دې۔ د يمن حوثيانو ددې بريدونو ذمه واري قبوله كړې ده۔ په دې مهال يمن لپاره د ملګرو ملتونو استازي مارټن ګرفتھس سلامتي كونسل ته وئيلي دي چې په ښكاره توګه دا معلومه نه ده چې د دې بريدونو په شا لاس د چا دې بياهم دې پېښې منطقه كښې د جنګ امكانات زيات كړې دي۔ د برطانيې خارجه وزير ډومینک راب هم منطقه كښې د استحكام لمينځه تلو پلو اشاره كولو سره وئيلي ډې دا بريدونه د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده۔ د اروپائي ائتلاف او چين لخوا هم بېلو بېلو بيانونو كښې د منطقې په وضعه اندېښنه ښكاره كړې شوې ده